کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل د انګورو په حاصلاتو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی

7 سنبله 1403 ساعت 14:20

د سرپل د کرنې ریاست چارواکي د تېر کال په پرتله د انګورو په حاصلاتو کې د ۵۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.


آوا – کابل: د سرپل د کرنې ریاست د کرنیزو چارو رییس شریف الله مصدق وايي، تمه ده چې سږ کال په دغه ولایت کې له ۷۷۳۵ هکتاره باغونو څخه ۱۲۳۱۸۰ ټنه انګور حاصل شي.
 
هغه زياته کړه، چې تېر کال له دغو باغونو څخه ٧٠ زره ټنه انګور حاصل شوي، چې د تېر کال په پرتله ٥٦ سلنه زياتوالى لري.
 
مصدق د انګورو د زياتوالي لامل د حاصلاتو د زياتوالي، د آفتونو د کمښت او د باران او واورو له امله د طبيعي پېښو د کمولو په برخه کې د تېر کال هڅې وبللې.


د مطلب کود: 296039

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296039/د-سرپل-انګورو-په-حاصلاتو-کې-۵۶-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com