کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو پنځو میاشتو کې په بامیان ولایت کې تر ۶۰ ډېرې ترافیکي پېښې ثبت شوې دي

7 سنبله 1403 ساعت 12:58

د باميان امنيه قوماندان وايي، په روان کال کې په دغه ولايت کې شاوخوا ٦٨ ترافيکي پېښې شوې دي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بامیان په ولایت کې د ترافيکي پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې تر ۶۰ ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.
 
د نوموړي په وينا، په روان کال کې په باميانو ولايت کې ٦٨ ترافيکي پېښې رامنځته شوې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٧ کسان په کې مړه او ټپيان شوي دي.
 
د ۶۸ ترافيکي پېښو په پايله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د باميانو ولايت امنيه قوماندانۍ د تېر کال په ١٢ مياشتو کې د ٣٩ ترافيکي پېښو او ٤٤ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى و، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په ترافيکي پېښو کې زياتوالى ښيي.
 
د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، زيات سرعت او غير قانوني ګړنديتوب بلل کېږي.


د مطلب کود: 296029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296029/په-تېرو-پنځو-میاشتو-کې-بامیان-ولایت-تر-۶۰-ډېرې-ترافیکي-پېښې-ثبت-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com