دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 296058
په دوحه کې په غزه کې د اوربند خبرې بیا پیل شوې
نړیوالو رسنیو ویلي، د اسرائیلو، امریکا، مصر او قطر چارواکي به نن په دوحه کې سره وګوري او په غزه کې د اوربند په اړه به خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسراییلو، متحده ایالاتو، مصر او قطر چارواکي نن په دوحه کې غونډه کوي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.
 
رویټرز د یوې سرچینې په حواله چې د خبرو اترو سره اشنا دی، دا غونډه د "تخنیکي" او "کاري کچې" د اوربند خبرو اترو په توګه تشریح کړه.
 
دا غونډه وروسته له هغې کېږي چې منځګړو تېره اوونۍ په قاهره کې د اوربند د خبرو یو پړاو ترسره کړ چې یوې هوکړې ته ونه رسېدل.
 
اسراییلي ټیم په غزه کې د څو دهلیزونو د امنیت د دوام غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې حماس له غزې څخه د اسراییلو په بشپړ وتلو ټینګار کوي.
https://avapress.com/vdcftvd0cw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته