دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 296075
د ریشتر په کچه د ۵.۴ درجې زلزلې د بدخشان ولایت او یو شمېر شمال ختیځ ولایتونه ولړزول. د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې ثبت شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تخار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په سیمه ییز وخت نن سهار شاوخوا ۹:۲۶ دقیقې یوې نسبتاً زورورې زلزلې د دغه ولایت ځینې برخې ولړزولې.
 
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، د زلزلې شدت ۵.۴ درجې وو او مرکز یې د اشکاشم ولسوالۍ په ۲۸ کیلومترۍ کې د لوېدیځ لور ته ۲۲۴ کیلومتره ژوروالی درلود.
 
د زلزلې ټکانونه د پاکستان او تاجکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوي دي.
 
د زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نشته.
https://avapress.com/vdcefp8wnjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته