دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 296060
بنګله دېش کې سېلابونو ۳۰ کسان وژلي دي
رسنیو راپور ورکړی چې په بنګله دېش کې بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بنګله دیش په څه دپاسه لسو سیمو کې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او په میلیونونو خلک له دغه سیلاب څخه اغیزمن شوي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
 
د بنګله دېش امدادي ځواکونه، پوځ او سمندري ځواکونه سېلاب ځپلو ته د مرستې رسولو په عملياتو کې برخه اخلي او د بنګله دېش چارواکو په راتلونکو ورځو کې د بارانونو د دوام له امله په دغه اسيايي هېواد کې د سېلابونو د دوام وړاندوينه کړې ده.
 
ویل کیږي چې د وروستیو سیلابونو لویه برخه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې هندي چارواکي د څو بندونو په خلاصولو کې پاتې راغلل.
https://avapress.com/vdciqqarut1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته