کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بنګله دېش کې سېلابونو ۳۰ کسان وژلي دي

8 سنبله 1403 ساعت 10:15

رسنیو راپور ورکړی چې په بنګله دېش کې بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.


آوا: د بنګله دیش په څه دپاسه لسو سیمو کې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او په میلیونونو خلک له دغه سیلاب څخه اغیزمن شوي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
 
د بنګله دېش امدادي ځواکونه، پوځ او سمندري ځواکونه سېلاب ځپلو ته د مرستې رسولو په عملياتو کې برخه اخلي او د بنګله دېش چارواکو په راتلونکو ورځو کې د بارانونو د دوام له امله په دغه اسيايي هېواد کې د سېلابونو د دوام وړاندوينه کړې ده.
 
ویل کیږي چې د وروستیو سیلابونو لویه برخه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې هندي چارواکي د څو بندونو په خلاصولو کې پاتې راغلل.


د مطلب کود: 296060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296060/بنګله-دېش-کې-سېلابونو-۳۰-کسان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com