کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې زوروره زلزله شوي

8 سنبله 1403 ساعت 12:17

د ریشتر په کچه د ۵.۴ درجې زلزلې د بدخشان ولایت او یو شمېر شمال ختیځ ولایتونه ولړزول. د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې ثبت شوی دی.


آوا - کابل: په تخار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په سیمه ییز وخت نن سهار شاوخوا ۹:۲۶ دقیقې یوې نسبتاً زورورې زلزلې د دغه ولایت ځینې برخې ولړزولې.
 
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، د زلزلې شدت ۵.۴ درجې وو او مرکز یې د اشکاشم ولسوالۍ په ۲۸ کیلومترۍ کې د لوېدیځ لور ته ۲۲۴ کیلومتره ژوروالی درلود.
 
د زلزلې ټکانونه د پاکستان او تاجکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوي دي.
 
د زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نشته.


د مطلب کود: 296075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296075/په-بدخشان-کې-زوروره-زلزله-شوي

آوا
  https://www.avapress.com