کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوحه کې په غزه کې د اوربند خبرې بیا پیل شوې

8 سنبله 1403 ساعت 10:06

نړیوالو رسنیو ویلي، د اسرائیلو، امریکا، مصر او قطر چارواکي به نن په دوحه کې سره وګوري او په غزه کې د اوربند په اړه به خبرې وکړي.


آوا: د اسراییلو، متحده ایالاتو، مصر او قطر چارواکي نن په دوحه کې غونډه کوي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.
 
رویټرز د یوې سرچینې په حواله چې د خبرو اترو سره اشنا دی، دا غونډه د "تخنیکي" او "کاري کچې" د اوربند خبرو اترو په توګه تشریح کړه.
 
دا غونډه وروسته له هغې کېږي چې منځګړو تېره اوونۍ په قاهره کې د اوربند د خبرو یو پړاو ترسره کړ چې یوې هوکړې ته ونه رسېدل.
 
اسراییلي ټیم په غزه کې د څو دهلیزونو د امنیت د دوام غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې حماس له غزې څخه د اسراییلو په بشپړ وتلو ټینګار کوي.


د مطلب کود: 296058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296058/په-دوحه-کې-غزه-د-اوربند-خبرې-بیا-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com