دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 296154
په تېرو دوو ورځو کې په ترافيکي پېښو کې شپاړس تنه مړه او ټپيان شول
په تېرو دوو ورځو کې په هېواد کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې شپږ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: امنيتي چارواکي وايي چې په غور ولايت کې د دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.
 
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي عبدالرحمن بدري وويل: "د پسابند ولسوالۍ د زرتنګي نورک کلي يو ٢١ کلن ځوان هغه مهال سخت ټپي شو، چې موټرسايکل يې وغورځاوه او د ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته له لېږدولو وروسته يې ساه ورکړه."
 
د غور د پوليسو وياند دا هم وويل، چې تېره ورځ ماسپښين د غور-کابل پر لويه لاره دوو موټرسايکلونو ټکر کړى، چې له امله يې يو تن وژل شوى او بل سخت ټپي شوى او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى دى.
 
په همدې حال کې د غزني امنيتي چارواکي وايي، د کابل-کندهار پر لويه لاره د روضې غونډۍ او د غزني-ګرديز پر لويه لاره په دوو جلا ترافيکي پېښو کې اووه تنه مړه او ټپيان شوي دي.
 
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند خالد سرحدي وايي، د جمعې په ورځ سهار وختي د غزني ښار په قل روضه کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
 
د سرحدی په خبره، په دویمه پېښه کې، چې د غزنی – ګردیز پر لویه لاره د یوه تېز موټر سره د موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوه، درې تنه ټپیان شول.
 
دغه راز په پروان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې ښځې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
 
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند فضل الرحيم مسکنيار وايي، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د پروان په مرکز کې رامنځته شوې ده.
 
د ښاغلي مسکنیار په وینا، پېښه د دوو تیز رفتاره موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
https://avapress.com/vdccpeqi02bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته