دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۱۱
د مطلب کود : 296197
په مدینه منوره کې بې ساري سیلابونه
د سعودي عربستان رسنیو د انځورونو په خپرولو سره په مدینه منوره کې د بې ساري سیلاب خبر ورکړی.
افغان غږ خبری آژانس: د سعودي عربستان سرچینو د جمعې په ماښام خبر ورکړ چې د مدینې منورې په مختلفو سیمو کې د سخت باران له امله په دغه سیمه کې بې ساري سیلابونه راوتلي دي.
 
په سعودي رسنیو کې خپاره شوي عکسونه په ښکاره ډول هغه موټرونه ښیې چې د سیلاب له امله له یوې کوڅې بلې ته روان دي.
 
د سعودي د هوا پېژندونکي عبدالله الحربي د X ټولنیزې شبکې (پخواني ټویټر) کې په خپل کارونکي حساب کې لیکلي: "د مدینې سیلاب تاریخي دی."
 
د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې په مدینه منوره کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
 
سعودي سرچینې وايي، د دغه هېواد یو شمېر اتباع له سېلاب وروسته بند پاتې دي او د ژغورنې ځواکونو مرستې ته په تمه دي.
 
د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه) هم په دغه هېواد کې د یوه بل سېلاب د راتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcjhme8auqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته