کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مدینه منوره کې بې ساري سیلابونه

11 سنبله 1403 ساعت 7:11

د سعودي عربستان رسنیو د انځورونو په خپرولو سره په مدینه منوره کې د بې ساري سیلاب خبر ورکړی.


آوا: د سعودي عربستان سرچینو د جمعې په ماښام خبر ورکړ چې د مدینې منورې په مختلفو سیمو کې د سخت باران له امله په دغه سیمه کې بې ساري سیلابونه راوتلي دي.
 
په سعودي رسنیو کې خپاره شوي عکسونه په ښکاره ډول هغه موټرونه ښیې چې د سیلاب له امله له یوې کوڅې بلې ته روان دي.
 
د سعودي د هوا پېژندونکي عبدالله الحربي د X ټولنیزې شبکې (پخواني ټویټر) کې په خپل کارونکي حساب کې لیکلي: "د مدینې سیلاب تاریخي دی."
 
د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې په مدینه منوره کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
 
سعودي سرچینې وايي، د دغه هېواد یو شمېر اتباع له سېلاب وروسته بند پاتې دي او د ژغورنې ځواکونو مرستې ته په تمه دي.
 
د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه) هم په دغه هېواد کې د یوه بل سېلاب د راتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.


د مطلب کود: 296197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296197/په-مدینه-منوره-کې-بې-ساري-سیلابونه

آوا
  https://www.avapress.com