افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې په تیرو څلورو ورځو کې د خان یونس په جنوب کې له ۱۸۰ زرو څخه زیات فلسطینیان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په خان یونس باندې د صهیونیسټي یرغلګرو حملې او په تیرو نهو میاشتو کښې د جګړې شدت خپلې لوړې کچې ته رسیدلی چې له امله یې زیات شمیر خلک بې کوره شوي دي.
دا په داسې حال کښې دی چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړی وزیر د بشریت په خلاف ترټولو ظالمانه جنایتونه ترسره کړي دي.