کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خان یونس په جنوب کې تر ۱۸۰ زرو زیات فلسطینیان بې ځایه شوي دي

6 اسد 1403 ساعت 10:03

په تیرو څلورو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم له حملو وروسته د خان یونس په جنوب کښې څه دپاسه ۱۸۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوی دی .


آوا: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې په تیرو څلورو ورځو کې د خان یونس په جنوب کې له ۱۸۰ زرو څخه زیات فلسطینیان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په خان یونس باندې د صهیونیسټي یرغلګرو حملې او په تیرو نهو میاشتو کښې د جګړې شدت خپلې لوړې کچې ته رسیدلی چې له امله یې زیات شمیر خلک بې کوره شوي دي.

دا په داسې حال کښې دی چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړی وزیر د بشریت په خلاف ترټولو ظالمانه جنایتونه ترسره کړي دي.


د مطلب کود: 294194

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294194/د-خان-یونس-په-جنوب-کې-تر-۱۸۰-زرو-زیات-فلسطینیان-بې-ځایه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com