افغان غږ خبری آژانس: د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د دغو پروژو د کار په اړه وویل: په تېرو وختونو کې په دغه ولایت کې د جګړو او ناامنیو له امله د پامه غورځول شوي خو د اسلامي امارت له فتحې وروسته په دغه ولایت کې د بیارغونې او پراختیايي پروژو د کار د پیل شاهدان یو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه په دې مراسمو کې وويل دا د خوښۍ ځاى دى چې په جګړه ځپلي هلمند ولايت کې د پرمختيايي، ودانيزو او بيارغونې پروژې پيليږي.
هغه زیاته کړه: پخوا دا سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه چې هیڅوک یې دلته د راتلو جرأت نه کاوه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی او د انکشافي، ودانیزو او بیارغونې پروژو د کار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي هم وويل: د دغه سړک جوړېدل زموږ ستر ارمان و، چې د الله (ج) په مرسته د جوړېدو لپاره اسانتياوې برابرې شوې او د بشپړېدو هيله يې لرم.
هغه زياته کړه، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د هلمند د شمالي ولسواليو او د هرات، فراه، نيمروز او لښکرګاه ولايتونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.
هغه زياته کړه، چې د هلمند پر سیند د نوي پل په جوړېدو سره به د ترافيکو ګڼه ګوڼه کمه او د دې سيمې د خلکو ستونزې به هوارې شي.