دافغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبرپانه کي راغلی دي، هغه پېښه وړمه شپه شاوخوا نهه بجې د بشران پر امنيتي کمربند رامنځته شوه، چې د مخامخ نښتې په ترڅ کې د دښمن شپږ کسان وژل شوي، دوه تنه د ملامحمد او ملا شاخوبان په نوم ډلګی مشران چې د ماينونو ماهرين دي ټپيان شوي دي .
سرچینوزیاتیوی، په دغه پېښه کې يو موټرسايکل او يوه پيکا په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي .
په خبرپانه کی راغلی، پدې وروستيو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګڼو سيمو کې وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اړولي او ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي دي .