دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 294188
د فرانسې د تیز رفتار اورګاډي لیکې په نښه شوي
خبري سرچینو راپور ورکړی چې د پاریس د اولمپیک لوبو د پرانستلو په مراسمو کې د فرانسې د تیز رفتار اورګاډي لیکې په نښه شوي چې "د ورانکارۍ همغږي کړنې" بلل شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د فرانسې د اورګاډي دولتي شرکت (SNCF) ویلي چې دغه عملیات د فرانسې په شمال او ختیځ کې د تیز رفتار ریل پټلۍ د ګډوډولو لامل شوي دي.

دې پېښې لاره بدله کړې او د ډېرو اورګاډو تګ راتګ یې لغوه کړی دی. SNCF وویل چې د ورانکارو کړنو په منځ کې سوځول هم شامل وو.
له بلې خوا د اولمپيک لوبو د پرانيستلو له مراسمو څو ساعته مخکې د فرانسې په ترانسپورتي شبکه کې په پراخه کچه ورانکاري فعاليتونه د دې لامل شوي چې پر عامو مسافرو سربېره، د اولمپيک يو شمېر ورزشکاران او نندارچيان هم ونه توانېدل چې پرانيستونکو مراسمو ته ورشي.

له دې اقدام وروسته، د برتانیا ډیلي میل خبري سایټ راپور ورکړ چې د 2024 کال د المپیک لوبو د تنظیم کونکي کمیټې مطبوعاتي کنفرانس د المپیک د نړیوالې کمیټې (IOC) د رییس توماس باک په شتون کې د پرانیستې مراسمو دمخه ترسره شو؛ دا ناڅاپه لغوه شوه.

دغه مطبوعاتي کنفرانس د نړۍ د بېلابېلو رسنیو د استازو په پراخ حضور سره له پیل څخه شل دقیقې مخکې لغوه شو. د 2024 پاریس المپیک تنظیم کونکي کمیټې تراوسه پدې اړه توضیحات ندي ورکړي؛ که څه هم داسې ښکاري چې دا مسله د پاریس د اورګاډي په لیکو کې د نن ورځې ویجاړتیا سره تړاو نلري.
https://avapress.com/vdch6kni623nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته