دهلمند چارواکی وایی، ددی ولايت د لښکرګاه ښار د بشران پر سيمه د وسله والو مخالفينو وسله وال بريد پر شا تمبول شوی او پکې دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د لښکرګاه په بشران سيمه کې د وسله والو مخالفينو بريد پر شا وتمبول شو
29 جدی 1395 ساعت 8:54
دهلمند چارواکی وایی، ددی ولايت د لښکرګاه ښار د بشران پر سيمه د وسله والو مخالفينو وسله وال بريد پر شا تمبول شوی او پکې دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبرپانه کي راغلی دي، هغه پېښه وړمه شپه شاوخوا نهه بجې د بشران پر امنيتي کمربند رامنځته شوه، چې د مخامخ نښتې په ترڅ کې د دښمن شپږ کسان وژل شوي، دوه تنه د ملامحمد او ملا شاخوبان په نوم ډلګی مشران چې د ماينونو ماهرين دي ټپيان شوي دي . سرچینوزیاتیوی، په دغه پېښه کې يو موټرسايکل او يوه پيکا په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي . په خبرپانه کی راغلی، پدې وروستيو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګڼو سيمو کې وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اړولي او ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي دي .
د مطلب کود: 136772