کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لښکرګاه - هرات د لویې لارې د یوې برخې د بیارغونې او د هلمند پر سیند د یوه پل د جوړولو کار پیل شو

6 اسد 1403 ساعت 9:53

د لښکرګاه - هرات د ۲۷.۵ کیلومتره په اوږدوالي د لویې لارې او همدارنګه په هلمند کې د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي د پل د بیارغونې چارې پرون جمعه د اسد په ۵ مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د هلمند د والي په حضور کې پیل شوې. 


آوا: د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د دغو پروژو د کار په اړه وویل: په تېرو وختونو کې په دغه ولایت کې د جګړو او ناامنیو له امله د پامه غورځول شوي خو د اسلامي امارت له فتحې وروسته په دغه ولایت کې د بیارغونې او پراختیايي پروژو د کار د پیل شاهدان یو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست  ملا خیرالله خيرخواه په دې مراسمو کې وويل دا د خوښۍ ځاى دى چې په جګړه ځپلي هلمند ولايت کې د پرمختيايي، ودانيزو او بيارغونې پروژې پيليږي.

هغه زیاته کړه: پخوا دا سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه چې هیڅوک یې دلته د راتلو جرأت نه کاوه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی او د انکشافي، ودانیزو او بیارغونې پروژو د کار زمینه برابره شوې ده.

د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي هم وويل: د دغه سړک جوړېدل زموږ ستر ارمان و، چې د الله (ج) په مرسته د جوړېدو لپاره اسانتياوې برابرې شوې او د بشپړېدو هيله يې لرم. 

هغه زياته کړه، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د هلمند د شمالي ولسواليو او د هرات، فراه، نيمروز او لښکرګاه ولايتونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.

هغه زياته کړه، چې د هلمند پر سیند د نوي پل په جوړېدو سره به د ترافيکو ګڼه ګوڼه کمه او د دې سيمې د خلکو ستونزې به هوارې شي.


د مطلب کود: 294190

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294190/د-لښکرګاه-هرات-لویې-لارې-یوې-برخې-بیارغونې-او-هلمند-پر-سیند-یوه-پل-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com