کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې سختې ګرمۍ ټول دفترونه تړلي دي

6 اسد 1403 ساعت 14:31

د ایران اسلامي جمهوریت د سختې ګرمۍ د دوام له امله سبا یکشنبه (د سرطان ۷) په ټول هیواد کې د رخصتۍ اعلان کړی دی.


آوا: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سختې ګرمۍ له دوام سره سم په ټول هېواد کې ټول دولتي دفترونه او بانکونه سبا یکشنبه (د سرطان ۷مه) تړل شوي دي.
 
د رسنیو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د شنبې ورځې لپاره د ټولو دولتي ادارو کاري ساعتونه د سهار تر لسو بجو پورې ټاکل شوي دي.
 
په همدې حال کې د ځینو شمېرو له مخې، سږ کال به د اوړي موسم د تېرو کلونو په پرتله د نړۍ په هېوادونو کې د تودوخې له ۴ تر ۵ درجو ډېر وي.
 
د يادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې نړيوال سازمان هم وايي چې د اقليمي بدلون له امله د تودوخې سختې پېښې زياتې شوې چې له ۱۹۸۰ لسيزې راهيسې شپږ برابره زياتې شوې دي.


د مطلب کود: 294215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294215/په-ایران-کې-سختې-ګرمۍ-ټول-دفترونه-تړلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com