کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکمنستان د اسلامي امارت دیپلومات ومنل

6 اسد 1403 ساعت 10:00

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد مرادوف په ترکمنستان کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت د شارژدافیر په توګه فضل محمد صابر منلی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی تېره شپه (جمعه د اسد ۵) د مرادوف له قوله ویلی چې ترکمنستان او افغانستان په پام کې لری چې سترې پروژې پلی کړی، نو د ډیپلوماټیکو اړیکو ِښه کول اړین دی.

د بلخي په وينا، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې، چې د دواړو لورو په ګډو ډيپلوماټيکو هڅو سره به د ټاپي، د تورغندي - هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژو عملي کار ژر پيل شي.

د سیمې ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارلي دي.

له دې جملې څخه د ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي دي.


د مطلب کود: 294193

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294193/ترکمنستان-د-اسلامي-امارت-دیپلومات-ومنل

آوا
  https://www.avapress.com