کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مقاومت د ډلو له خوا د سوریې په ختیځ کښې د امریکا په اډه راکټونه وتوغول شول

6 اسد 1403 ساعت 10:21

المیادین شبکې په دیرالزور ولایت کښې د کونیکو د ګازو په تاسیساتو کښې د امریکا په فوځی اډې د مقاومتی ډلو لخوا د راکټونو د باران خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه توغندی له دغه اډې له لګیدو وروسته په شاوخوا کلیو کښې د چاودنو غږونه اوریدل شوی دی.


آوا - کابل: المیادین شبکې خبر ورکړی، چې په دیرالزور ولایت کې د کونیکو د ګازو په تاسیساتو کې د امریکا پوځی اډه د مقاومتی ډلو لخوا د راکټی بریدونو په ترڅ کې په نښه شوه.

د المیادین په وینا، توغندي پر دې اډې لګېدلي او شاوخوا کلیو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

وروسته له هغه چې نن سهار په سوریه کې د امریکا کونیکو اډې په نښه شوې، د دغو بریدونو په ځواب کې د امریکا د پوځ جنګیالیو د دیرالزور ښار په شاوخوا کې د حی الجورة سیمه په نښه کړې ده.


د مطلب کود: 294201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294201/د-مقاومت-ډلو-له-خوا-سوریې-په-ختیځ-کښې-امریکا-اډه-راکټونه-وتوغول-شول

آوا
  https://www.avapress.com