دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 294242
د کانونو سرپرست وزیر د بامیان ولایت له یو شمېر کانونو څخه لیدنه وکړه
د کانونو وزارت د پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ له کانونو څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند په خپله پاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي بدري د دغه کان د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د بامیان ولایت د سیمه ییزو چارواکو او د کانونو د قراردادي شرکت ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل. 
 
د پطرولیم وزارت سرپرست د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه دره د اوسپنې کان څخه هم لیدنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې باميان ډېر کانونه لري.
 
په دې وروستيو کې د زنک، ډبرو سکرو او اوسپنې په ګډون د يو شمېر دغو کانونو د استخراج پروسه پيل شوې ده.
 
تېره اوونۍ د کانونو وزارت اعلان وکړ چې د لوګر په عینک کې د مسو د استخراج عملي کار له کلونو ځنډ وروسته پیل شوی دی.
https://avapress.com/vdci55arrt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته