دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 294253
په غزه کې د شهیدانو او ټپیانو شمیر څه باندې ۱۳۰ زرو تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹۲۵۰ او د ټپیانو شمیر ۹۰۶۰۰ ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د حکومت د روغتیا وزارت په دغه تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د وحشیانه حملو د قربانیانو شمیر له ۳۹ زره ۲۵۰ څخه زیات شهیدان او څه د پاسه ۹۰ زره ۶۰۰ نور ټپیان کړی دی. 
 
د اردن د «الملک» ټلویزیوني چینل نن ماسپښین په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د پوځي تیریو په اړه په خپل ورځني احصایوي راپور کې لیکلي دي. نیواکګرو ځواکونو په تیره شپه او ورځ کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف درې نوی قتل عام وکړ چې په نتیجه کښې یې د ۲۳ نورو شهیدانو جسدونه او ۹۱ تنه زخمیان شول. 
 
د حماس اړوند د حکومت د روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په غزې تړانګې کښې د وحشیانه تیریو یو زیات شمیر قربانیان لا هم تر خاورو خځلو لاندې دي او یا هم د هغوی جسدونه د دغې تړانګې په سړکونو کښې یوازې پراته دي خو د صهیونیسټي ځواکونو له خوا اجازه ورنکړي چې خپلو امبولانس موټرو او د ملکي دفاع کارکوونکو ته اجازه ورنه کړي چې دغو قربانیانو ته ورسیږي، هغه د روانې جګړې د شهیدانو او ورکو شویو کسانو له کورنیو وغوښتل چې خپل معلومات په بشپړ ډول ثبت کړي، ترڅو ټول معلومات د دغه وزارت له ثبته بشپړ شي. 
https://avapress.com/vdcamynue49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته