آوا: د غزې تړانګې د حکومت د روغتیا وزارت په دغه تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د وحشیانه حملو د قربانیانو شمیر له ۳۹ زره ۲۵۰ څخه زیات شهیدان او څه د پاسه ۹۰ زره ۶۰۰ نور ټپیان کړی دی.
د اردن د «الملک» ټلویزیوني چینل نن ماسپښین په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د پوځي تیریو په اړه په خپل ورځني احصایوي راپور کې لیکلي دي. نیواکګرو ځواکونو په تیره شپه او ورځ کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف درې نوی قتل عام وکړ چې په نتیجه کښې یې د ۲۳ نورو شهیدانو جسدونه او ۹۱ تنه زخمیان شول.
د حماس اړوند د حکومت د روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په غزې تړانګې کښې د وحشیانه تیریو یو زیات شمیر قربانیان لا هم تر خاورو خځلو لاندې دي او یا هم د هغوی جسدونه د دغې تړانګې په سړکونو کښې یوازې پراته دي خو د صهیونیسټي ځواکونو له خوا اجازه ورنکړي چې خپلو امبولانس موټرو او د ملکي دفاع کارکوونکو ته اجازه ورنه کړي چې دغو قربانیانو ته ورسیږي، هغه د روانې جګړې د شهیدانو او ورکو شویو کسانو له کورنیو وغوښتل چې خپل معلومات په بشپړ ډول ثبت کړي، ترڅو ټول معلومات د دغه وزارت له ثبته بشپړ شي.