افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په تېرو دوو ورځو کې ۳۴۷۹ کډوال له پاکستان او ایران څخه په زوره او په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوی دی.
د وزارت په وینا له راستنېدونکو کورنیو سره د اسلامي امارت د کړنلارې له مخې لازمې مرستې شوي او د نورو مرستو په موخه یې د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي دي.
په پاکستان کې د اسنادو لرونکو مهاجرو د اوسیدو اجازه د یو بل کال لپاره وغځول شوه.