دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 294257
د قوش تپې کانال د دویم فاز ۵۸ سلنه کار بشپړ شو
د قوش تپې کانال د ملي پرمختيايي شرکت د پروژې مسوول وويل چې د کانال د دويم فاز کار ٥٨ سلنه بشپړ شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي پراختیایي شرکت د قوش تېپې کانال پروژې مشر سید ذبیح الله مری وايي چې د کانال د دویم فاز ۵۸ سلنه کار بشپړ شوی دی.
 
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کیندلو د دویم پړاو چارې ۱۳۰ کیلومتره ته رسېدلي، چې په دې پړاو کې څه باندې ۳۵۰۰ کسان او درې زره ماشینونه کار کوي. د
 
د قوش تېپې کانال دویم پړاو د بلخ ولایت له دولت اباد ولسوالۍ څخه پیل او د شبرغان ولایت له اچې ولسوالۍ څخه تېرېږي، چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.
 
د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۰۸ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري او په یوه ثانیه کې ۶۶۸.۴ متره مکعبه اوبه لېږدوي.
https://avapress.com/vdcene8wfjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته