کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۳۵۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

7 اسد 1403 ساعت 10:25

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۳۵۰۰ کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په تېرو دوو ورځو کې ۳۴۷۹ کډوال له پاکستان او ایران څخه په زوره او په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوی دی.
 
د وزارت په وینا له راستنېدونکو کورنیو سره د اسلامي امارت د کړنلارې له مخې لازمې مرستې شوي او د نورو مرستو په موخه یې د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي دي.
 
په پاکستان کې د اسنادو لرونکو مهاجرو د اوسیدو اجازه د یو بل کال لپاره وغځول شوه.


د مطلب کود: 294250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294250/په-تېرو-دوو-ورځو-کې-له-پاکستان-او-ایران-څخه-شاوخوا-۳۵۰۰-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com