کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوی عبدالکبیر:

د سالنګونو د لارو بیارغونه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده

7 اسد 1403 ساعت 10:39

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې وويل چې د سالنګونو د لارو رغول د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دي.


آوا: د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو او مجاهدینو سره وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د یاد سړک جوړولو ته به پاملرنه وکړي. 
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د سالنګونو د لارو بیارغونه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده، چې د خلکو ستونزې به هوارې شي.
 
دوی دغه راز په بېلابېلو برخو کې خپل یو شمېر وړاندیزونه د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره شریک کړل، چې د دوی د ټولو غوښتنو د تعقیبولو او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.


د مطلب کود: 294255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294255/د-سالنګونو-لارو-بیارغونه-حکومت-له-لومړیتوبونو-څخه-ده

آوا
  https://www.avapress.com