دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 294274
د کانونو وزارت د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار کوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو له رئیسانو او مسوولینو سره په ویډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د فساد، قاچاق او غیر قانوني کانونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ د ولایتونو د کانونو له رئیسانو او مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. شفافیت او د چارو ښه ترسره کول.
 
د کانونو سرپرست وزیر په ویډیو کنفرانس کې وویل، چې د ټولو ولایتونو د کانونو رییسان او مسوولین مکلف دي، چې په خپلو ولایتونو کې د فساد، قاچاق او غیر قانوني کان کیندنې مخه ونیسي.
 
هغه زیاته کړه، ټول مرکز او ولایتي رئیسان کولای شي، چې د یو بل سره په همغږۍ خپل نظرونه او ستونزې د وزارت له مسوولینو سره د ښه تطبیق په موخه شریکې کړي.
 
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت لخوا په هیواد کې د کانونو د استخراج بهیر ډیر شوی او د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې د هیواد د کانونو پیسې به د افغانستان په بیارغونه کې ولګول شي.
https://avapress.com/vdcd5o0xoyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته