صمیم فیض زاده به د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د استرالیا له وارچید بورچاشویلي سره سیالي وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سیالۍ د سه شنبې په ورځ (اسد ۹) د پاریس په وخت د سهار لس بجې پیلیږي. د اسد په ۱۱ مه به فهیم انوري د لامبو په برخه کې د افغانستان استازیتوب وکړي. د افغانستان د بایسکل ځغلونکې یولدوز هاشمي د شنبې په ورځ د پاریس د المپیک په سیالیو کې د ښځو د انفرادي سیالی کې ۲۶م مقام خپل کړ.