افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په لوګر ولایت کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په مالي مرسته ۱۴ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.
دغه روغتيايي مرکزونه چې څه دپاسه ٣.٣ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي نن د لوګر د والي او د عامې روغتيا رئيس په حضور کې رسماً پرانيستل شول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو هدف د لوګر ولایت په لرو پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د روغتیا ښه کول دي.
د يادونې وړ ده، چې په لرو پرتو سيمو کې کليوال خلک د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي سره مخ دي.