افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ملی پراختیایی شرکت چارواکی وایی، په پلخمری کې د غوری سمنټو فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه باکیفیته سمنټو تولید کړی.
د کارپوهانو په اند د غوري سمنټو فابریکه به په هېواد کې د سمنټو د نورو فابریکو ترڅنګ په تدریجي ډول افغانستان د سمنټو د اړتیا له پلوه په ځان بسیا کړي.