کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه په لوګر کې ۱۴ روغتیايي مرکزونه جوړوي

7 اسد 1403 ساعت 14:28

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت په لوګر ولایت کې د ۱۴ روغتیايي مرکزونو د جوړولو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په لوګر ولایت کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په مالي مرسته ۱۴ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.
 
دغه روغتيايي مرکزونه چې څه دپاسه ٣.٣ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي نن د لوګر د والي او د عامې روغتيا رئيس په حضور کې رسماً پرانيستل شول.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو هدف د لوګر ولایت په لرو پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د روغتیا ښه کول دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په لرو پرتو سيمو کې کليوال خلک د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي سره مخ دي.


د مطلب کود: 294279

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294279/ملګري-ملتونه-په-لوګر-کې-۱۴-روغتیايي-مرکزونه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com