کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شو

7 اسد 1403 ساعت 14:40

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شوی دی.


آوا - کابل: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دغو پروژو کې د فراه ښار د سلګونو مترو په اوږدو کې د سړکونو پخول شامل دی.
 
د فراه ښاروالۍ د دغو دوو پروژو په پلي کولو لس میلیونه افغانۍ لګوي.
 
د دې پروژو په بشپړیدو سره به د پیاده روونو ستونزې هوارې شي او د سړکونو شاوخوا د ویجاړیدو مخه به ونیول شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد يو شمېر اوسېدونکي په ټولو ولايتونو کې په متوازن ډول د پراختيايي پروژو پر پلي کېدو ټينګار کوي.


د مطلب کود: 294282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294282/په-فراه-کې-د-لس-میلیونه-افغانیو-ارزښت-دوو-پرمختیايي-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com