افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپایی ټولنې ماموریت په خپل ایکس چینل کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې وچکالۍ، ککړتیا او له اوبو څخه زیاتې ګټې اخیستنې د خلکو د اوبو سرچینې له ګواښ سره مخ کړی دی.
خبرپاڼه په افغانستان کې د اوبو د سرچینو پر ساتنې ټینګار کوي.
دا اداره په داسې حال کې په افغانستان کې د اوبو له کمښت اندېښنه څرګندوي چې د پلازمېنې د ځینو برخو اوسېدونکي دا مهال د څښاک د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.
ویل کیږي چې په خپل سري توګه د اوبو او فاضله څاګانو کیندل په پلازمینه کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا او کمښت لامل شوي دي.