کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اوبو د بحران د پراخیدو په اړه اندیښنه لري

8 اسد 1403 ساعت 10:54

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره هم مهاله په افغانستان کې د اوبو د بحران د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


آوا - کابل: په افغانستان کې د اروپایی ټولنې ماموریت په خپل ایکس چینل کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې وچکالۍ، ککړتیا او له اوبو څخه زیاتې ګټې اخیستنې د خلکو د اوبو سرچینې له ګواښ سره مخ کړی دی.

خبرپاڼه په افغانستان کې د اوبو د سرچینو پر ساتنې ټینګار کوي.

دا اداره په داسې حال کې په افغانستان کې د اوبو له کمښت اندېښنه څرګندوي چې د پلازمېنې د ځینو برخو اوسېدونکي دا مهال د څښاک د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.

ویل کیږي چې په خپل سري توګه د اوبو او فاضله څاګانو کیندل په پلازمینه کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا او کمښت لامل شوي دي.


د مطلب کود: 294328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294328/اروپايي-ټولنه-په-افغانستان-کې-د-اوبو-بحران-پراخیدو-اړه-اندیښنه-لري

آوا
  https://www.avapress.com