دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 294329
په میدان وردګ کې یوې ترافیکي پېښې ۱۹ تنه ټپیان کړل
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په بابا شیرازي سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس له چپه کیدو وروسته پیښه رامنځ ته شوه.

د وردګو ولایت امنیه قومانداني وايي، په دې پېښه کې لس تنه ټپیان شوي دي.

خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcewe8wojh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته