کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې یوې ترافیکي پېښې ۱۹ تنه ټپیان کړل

8 اسد 1403 ساعت 10:56

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په بابا شیرازي سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس له چپه کیدو وروسته پیښه رامنځ ته شوه.

د وردګو ولایت امنیه قومانداني وايي، په دې پېښه کې لس تنه ټپیان شوي دي.

خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 294329

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294329/په-میدان-وردګ-کې-یوې-ترافیکي-پېښې-۱۹-تنه-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com