کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او چین ترمنځ د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام ټینګار

8 اسد 1403 ساعت 10:14

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د سیمې پر ثبات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین د حکومت له سفیر ژاؤسینګ سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو په سیمه کې د ثبات او د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

په کابل کې د چین سفیر د دغه هېواد د پروژو د امنیت او د چینايي ډیپلوماټانو د همکارۍ ستاینه کړې ده.

باید وویل شي چې چین په تیرو دریو کلونو کې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکارۍ پراخې کړي دي.


د مطلب کود: 294319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294319/د-افغانستان-او-چین-ترمنځ-امنیتي-تخنیکي-همکاریو-پر-دوام-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com