کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۹ زره او ۳۲۴ تنو ته ورسېد

8 اسد 1403 ساعت 10:05

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره او ۳۲۴ ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۹۰ زره او ۸۳۰ ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمیر ۳۹۳۲۴ تنو ته او د ټپيانو شمېر ۹۰۸۳۰ تنو ته ورسېد.

غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د عامه وژنې درې جنایتونه ترسره کړي چې له امله یې ۶۶ تنه شهیدان او ۲۴۱ تنه ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

په غزې باندې دصهیونیسټ رژیم په حملې کښې تیره ورځ ۳۰ تنه محصلان شهیدان شول.


د مطلب کود: 294312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294312/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۹-زره-او-۳۲۴-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com