د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ختیځه مدیترانه کې د نړیوال روغتیايي سازمان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له مشر سره په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو او د پولیو د لابراتوار د بشپړ فعالېدو په اړه خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو لابراتوار د بشپړ فعالېدو غوښتنه وکړه
8 اسد 1403 ساعت 10:08
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ختیځه مدیترانه کې د نړیوال روغتیايي سازمان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له مشر سره په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو او د پولیو د لابراتوار د بشپړ فعالېدو په اړه خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي د پولیو ناروغۍ د مخنیوي ادارې له مشر حمید جعفري سره وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پر هڅو، د پولیو د لابراتوار د بشپړ فعالولو او د پولیو د پروګرام پر وړاندې پر ننګونو خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د پولیو د لابراتوار د پاتې وسایلو غوښتنه وکړه او د دغه سازمان مسوولینو هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو فلج ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د مطلب کود: 294314