کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته روان شو

8 اسد 1403 ساعت 11:33

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته روان شو.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته روان شو. 

د اعلامیې له مخې ټاکل شوې چې مولوي عبدالکبیر به له یو شمېر ایراني چارواکو سره رسمي دوه اړخیزې ناستې ولري.

دغه راز په دغه رسمي سفر کې به د اسلامي امارت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، په هغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو د ستونزو دحل او د همکاریو دپراختیا په باب خبرې اترې وشي .

د دغه رسمي سفر په ترڅ کې به د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د یو شمېر هېوادونو له یو شمېر استازو او چارواکو سره هم وګوري.

ټاکل شوې ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د نوی ولسمشر مسعود البادیشیان د لوړې مراسم سبا د دغه هیواد په پلازمینې تهران کښې د مختلفو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو په ګډون سره ترسره شی.


د مطلب کود: 294337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294337/د-اسلامي-امارت-لوړ-پوړی-پلاوی-ایران-نوي-ولسمشر-لوړې-په-مراسمو-کې-ګډون-لپاره-تهران-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com