افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیر کال کې د حوزوي روغتون په بیلابیلو روغتیايي څانګو کې د څه باندې ۳۱ زره کسانو جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه روغتون څلور سوه زره ناروغانو ته او ٩٥ زره نورو ته په وړيا ډول د ناروغانو خدمتونه وړاندې کړي دي.
په همدې حال کې د هېوادوالو د اقتصادي کچې د ټيټوالي له امله ډېری ناروغان په خصوصي روغتونونو کې د درملنې له لوړ لګښت څخه شکایت کوي او له حکومته غواړي چې وړیا روغتیايي خدمات پراخ کړي.