کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر یوه کال کې د بلخ په حوزوی حوزوی روغتون کې ۳۱ زره وړیا جراحي ترسره شوي دي

5 سرطان 1403 ساعت 10:35

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د بلخ د حوزوي روغتون په بېلابېلو څانګو کې تر ۳۱ زره ډېر جراحي عملیات په وړیا ډول ترسره شوي دي.


آوا - مزارشریف: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیر کال کې د حوزوي روغتون په بیلابیلو روغتیايي څانګو کې د څه باندې ۳۱ زره کسانو جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره شوي دي. 
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه روغتون څلور سوه زره ناروغانو ته او ٩٥ زره نورو ته په وړيا ډول د ناروغانو خدمتونه وړاندې کړي دي.
 
په همدې حال کې د هېوادوالو د اقتصادي کچې د ټيټوالي له امله ډېری ناروغان په خصوصي روغتونونو کې د درملنې له لوړ لګښت څخه شکایت کوي او له حکومته غواړي چې وړیا روغتیايي خدمات پراخ کړي.


د مطلب کود: 292428

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292428/په-تېر-یوه-کال-کې-د-بلخ-حوزوی-روغتون-۳۱-زره-وړیا-جراحي-ترسره-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com