افغان غږ خبری آژانس - کابل: په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه ناسته په نېږدې کېدو ده او په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت رسماً بلنه ورکوی، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی وویا: نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت ارزښت پوه شوي.
د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه؛ موږ له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او لا هم له غربي، اروپايي او امریکايي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو.
نوموړي په هېواد کې د امنيت تامين ته په اشارې سره وويل، چې سږ کال د امنيت تر څنګ ښې اقتصادي پروژې هم پيل شوې او تر سره کېږي او د خدمتونو د وړاندې کولو او د کارموندنې په برخه کې ډېر ښه فرصتونه چمتو شوي دي.
بل خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان د دوحې په درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو ګډون د افغانستان لپاره ګټور بولي او وايي چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره په دې ناسته کې د سرپرست حکومت شتون مهم دی.