کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امیرخان متقی: نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت په ارزښت او حیثیت پوه شوي

5 سرطان 1403 ساعت 10:20

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی د دوحې دریمې غونډې ته د اسلامي امارت د رسمي بلنې په اړه وايي، چې نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت په ارزښت او حیثیت پوه شوي.


آوا - کابل: په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه ناسته په نېږدې کېدو ده او په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت رسماً بلنه ورکوی، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی وویا: نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت ارزښت پوه شوي.
 
د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه؛ موږ له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او لا هم له غربي، اروپايي او امریکايي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو.
 
نوموړي په هېواد کې د امنيت تامين ته په اشارې سره وويل، چې سږ کال د امنيت تر څنګ ښې اقتصادي پروژې هم پيل شوې او تر سره کېږي او د خدمتونو د وړاندې کولو او د کارموندنې په برخه کې ډېر ښه فرصتونه چمتو شوي دي.
 
بل خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان د دوحې په درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو ګډون د افغانستان لپاره ګټور بولي او وايي چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره په دې ناسته کې د سرپرست حکومت شتون مهم دی.


د مطلب کود: 292424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292424/امیرخان-متقی-نړۍ-ورځ-تر-بلې-د-اسلامي-امارت-په-ارزښت-او-حیثیت-پوه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com