افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه نن سه شنبه (د جوزا ۲۹مه) د سهار په ۵ بجو په دارن سمیع لوبغالي کې پیل شوه. د ویسټ انډیز لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
خو افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶.۲ منډې یې وکړې، یوازې ۱۱۴ نمرې یې واخیستې او ماتې یې ومنله.
دا د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ ماتې وه، په نورو درېیو سیالیو کې یې یوګانډا، نیوزیلنډ او پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکې مهمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه د ماښام په ۷ بجو له هند سره مخامخ شي او له هغې وروسته به ۳ کانکورونه د اسټرالیا له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.