افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د چین سفیر "ژاو شینګ" په اکس کی یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: د سیمه ییز اتصال په اړه د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره، د واخان دهلیز د جوړولو او له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه مو نظرونه تبادله کړل.
هغه زیاته کړه: په دې کتنه کې موږ دواړو موافقه وکړه چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
د واخان دهلیز د جوړولو مسله له څو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ راپورته شوې ده. ویل کیږي چې د واخان دهلیز په جوړیدو او د سړک په جوړیدو سره به د ابراهیم زوړ سړک بیا ورغول شي او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ به اسانه شي.