افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې نن پنجشنبه د لوی اختر څلورمه ورځ هم رخصت دی.
دغه وزارت نن پنجشنبه (د زمري ۳۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ څلورمه ورځ ده او د جمعې ورځ هم رخصتي ده او د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ به رسمي چارې پیل شي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د عرفې ورځ او د لوی اختر درې ورځې رخصتي اعلان کړې وه.