کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ وزارت سرپرست او په کابل کې د چین د سفیر ترمنځ د واخان کوریدور پر جوړولو بحث وشو

25 جوزا 1403 ساعت 13:03

په کابل کې د چین سفیر "ژاو شینګ" په اکس پاڼه کی یو پیغام خپور کړی او د هېواد د سرپرست حکومت د سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره یې د لیدنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په بېلابېلو برخو خبرې وکړې.


آوا - کابل: په کابل کې د چین سفیر "ژاو شینګ" په اکس کی یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: د سیمه ییز اتصال په اړه د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره، د واخان دهلیز د جوړولو او له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه مو نظرونه تبادله کړل.
 
هغه زیاته کړه: په دې کتنه کې موږ دواړو موافقه وکړه چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
 
د واخان دهلیز د جوړولو مسله له څو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ راپورته شوې ده. ویل کیږي چې د واخان دهلیز په جوړیدو او د سړک په جوړیدو سره به د ابراهیم زوړ سړک بیا ورغول شي او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ به اسانه شي.


د مطلب کود: 291989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291989/د-سوداګرۍ-وزارت-سرپرست-او-په-کابل-کې-چین-سفیر-ترمنځ-واخان-کوریدور-پر-جوړولو-بحث-وشو

آوا
  https://www.avapress.com